کابل ښار کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي جوړیدو لپاره د ځمکې ورکړې څرنګوالي په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه
د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو لوبو د پرانستې په مراسمو کې افغان کرکټ بورډ ته د نړیوال لوبغالي جوړیدو لپاره د ځمکې ورکړې په اړه د جلالتمآب ولسمشر له ژمنې وروسته په چارو اداره کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال دوکتور عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
یاده جلسه کې د کابل ښاروال، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس، د ښارجوړولو وزارت مرستیال او دیادو ادارو تخنیکي استازو ګډون کړی وو.
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام رئیس ښاغلي شاپور ژمن د یاد لوبغالي جوړیدو لپاره د ځمکې ورکړې څرنګوالي په اړه هر اړخیز مالومات له ګډنوالو سره شریک کړل.
غونډه کې د ګډونوالو تر هر اړخیزه بحث وروسته کابل ښاروالۍ او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته یوه اونۍ وخت ورکړل شو تر څو د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا راتلونکې ناستې اجنډا کې کرکټ بورډ ته د نړیوال لوبغالي جوړیدو لپاره د ځمکې ورکړې موضوع شامله کړي. تر څو د جلالتمآب ولسمشر د هدایت او ژمنې سره سم دریو سیمو کې د یاد لوبغالي جوړیدو لپاره خپل هر اړخیزې څیړنې ترسره او د جمهوري ریاست د چارو ادارې دعالي شوراګانو انسجام ریاست سره یې شریکي کړي.