د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کابل ښار لسمې ناحیې د بي بي مهرو سیمې له علماوو او مشرانو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کابل ښار لسمې ناحیې د بي بي مهرو سیمې له علماوو او مشرانو سره ولیدل

دوشنبه، ذو القعدې ۲۸مه/ غبرګولي پنځمه.
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ښار لسمې ناحیې بي بي مهرو سیمې له یو شمېر علماوو، مشرانو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

د غونډې پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نورمحمد حیدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د یاد ریاست مسؤولین وخت ناوخت د مختلفو ولایتونو له علماوو، مشرانو او ځوانانو سره ناستې ترسره کوي، ستونزې یې اوري او د حل لارې چارې ورته لټوي.

د غونډې ګډونوالو د یادې ناستې په جوړولو خوښي څرګنده کړه او وې ویل؛ الحمدلله د هېواد چارې اصیلو افغانانو ته په لاس ورغلي، په ټولو پرېکړو کې خپلواک او د افغانانو له دردونو ښه باخبر دي.

راغلو قومي مشرانو، د بي بي مهرو شورا بیا فعالېدل، د پاکو اوبو نشتون، ځوانانو بېکاري، ښاري ټرانسپورټ، بي بي مهرو زیارت سړک پخېدل، ځوانانو لپاره تفریحي پارک جوړول، ښوونځیو کې د استادانو کموالی او د معیاري ودانیو نشتون له خپلو بنیادي او بنسټیزو ستونزو څخه یاد کړل.

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ګډونوالو غوښتنې او ستونزې واورېدې، د امکان تر حده یې د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسؤولین د ابادۍ، پرمختګ او خپلو ولسونو ته د اسانتیاوو برابرولو په فکر کې دي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ په دعاء سره پای ته ورسېده.