13 غویی 1404
د فیروزکوه ښاروالۍ د فعالیتونو راپور د چارو ادارې لوی رئیس ته وړاندې شو

مولوي امینالله شریفي، د غور ولایت، فیروزکوه ښاروال، د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور سره د لیدنې پر مهال، د ۱۴۰۳ کال د ترسره شویو فعالیتونو راپور او یو شمېر ستونزې شریکې کړې.
دې لیدنه کې، شیخالحدیث مولوي نورالحق انور د فیروزکوه ښاروال د راپور تر اورېدو وروسته، د ښاریانو د ستونزو د حل او د چارو لا ښه والي په موخه لازمې مشورې ورکړې او ډاډ یې ورکړ چې یادو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
له بلې خوا، د فیروزکوه ښاروال يوه بله لیدنه کې د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده سره مشخص وړاندیزونه شریک کړل او له نوموړي یې د یاد ښار د پراختیایي پروژو برخه کې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.