د لوګر ولایت پل علم ښار ماسټر پلان پر مسودې بحث وشو

د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېر بناوو رئيس مفتي شمس الرحمن په مشرۍ د کور او ښار جوړونې وزارت د استازو تر منځ د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د ماسټر پلان د مسودې پر طرحې د بحث په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه چې نن یکشنبه (رمضان المبارک ۲۳مه/ وري درېيمه) د چارو ادارې لوی رياست په تالار کې د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د ملي اقتصاد او زیربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن وویل، ښاري ماسټر پلان د یوې ښاري سیمې د ودې او پراختیا لپاره یو اوږد مهاله مهم عنصر دی چې د ښار د راتلونکې ودې، مدیریت او تنظیم لپاره د اساسي رهنما په توګه کار کوي او زیاته یې کړه چې ښاري ماسټر پلان جوړول د ښار د تنظیم سربېره د چاپیریال ساتنې، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقونو د خوندیتوب لپاره لازم ګڼل کیږي، پرته له ماسټر پلان څخه، ښارونه د ګډوډۍ او ستونزو سره مخ کیږي.
نوموړي وويل، د اسلامي امارت پالیسي د دې غوښتنه کوي چې په اسنادو کې د استعجالیت سربېره کیفیت ته هم پاملرنه وشي او زیاته يې کړه چې ماسټر پلان یوه مهمه او اساسي موضوع ده او باید په ښه ډول تنظیم شي، ترڅو یې په تطبیق سره هیوادوال متضرر نشي.
په غونډه کې د کور او ښار جوړونې وزارت د ملي جامع پلان رئیس رحمت الله قديري د یاد پلان د اړتیا او بشپړېدو په اړه معلومات ورکړل او د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زیربناوو له ریاست څخه یې وغوښتل چې دغه ماسټر پلان دې ژر تر ژره بشپړ او د خلکو د ستونزو د حل په موخه دې چټک ګامونه پورته کړي.
همدا راز د کور او ښار جوړونې وزارت استازي د ياد ماسټر پلان په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ او ګډونوالو هم د یاد ماسټر پلان د بډاینې په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شريک کړل.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د پل علم ښار د ماسټر پلان د طرحې بشپړېدو په برخه کې به د ګډونوالو نظرونه په پام کې ونیول شي او د تصویب لپاره به د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.
غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.