د کابينې ديارلسمه غونډه: د کرنې په برخه کې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه« ۱۴۴۶ ھ ق کال رجب المرجب پنځمه/ مرغومي ۱۷مه» نیټه ترسره شوه.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، پکې د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو بحثونه وشول او په اړه يې لازمې پریکړې وشوې.
غونډه کې همدا راز ځینې موضوعات ځانګړو پلاويو ته وسپارل شول؛ تر څو یې چارې نهایي کړي او ګزارش يې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د کرنې په برخه کې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي.
همدا راز د کابینې ټولو غړیو ته سپارښتنه وشوه چې له خپل لاس لاندې کاروکوونکو او عام ولس سره ښه چلند وکړي او خپل ځوريدلي او کړېدلي ولس ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.
د کابینې دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.