د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د دوو ښوونیزو پروګرامونو څخه د ۱۷۷ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د ۱۹ امارتي ادارو ۱۷۷ تنو رئیسانو، امرینو او کارکوونکو لپاره د رهبرۍ او مديريت لس ورځنی روزنيز پروګرام ترسره کړ او د يوې غونډې په ترڅ کې په ګډونوالو تصديقليکونه ووېشل شول.
دغه پروګرام چې نن دوشنبه (رجب المرجب ۵مه /مرغومي ۱۷مه) د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د غونډه په تالار کې ترسره شو، پيل يې د قرانکریم په تلاوت وشو، ورپسې د اجنډا له مخې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسؤولینو د رهبرۍ او مدیریت د طريقو د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ولايتي چارو د همغږۍ آمر مولوي عبدالرٶف خدام، فارغانو ته په خپله وینا کې وویل، هغه څه چې مو دلته زده کړي دي، د خپلو اړوندو دفترونو په چارو کې ترې ګټه واخلئ ترڅو د نظام په پیاوړتیا او د خلکو د رضایت ترلاسه کولو کې مؤثر ثابت شي.
د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس مولوي ضیاءالحق ثاقب او د کابل ښاروالۍ د تفتيش رئيس مفتي عبدالباري ایقاظ، چې د ياد روزنیز پروګرام ګډونوال وو، د فارغانو په استازیتوب یې خبرې وکړې او د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو په برخه کې يې د چارو ادارې لوی ریاست مشرتابه څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دغو پروګرامونو کې ۵۴ کسانو ته د رهبرۍ پراختيا پروګرام کې او ۱۲۳ کسانو د عملي مدیریت مهارتونو پروګرام کې ګډون کړی و.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو او دعا سره پای ته ورسېده.