د امارتي ادارو د چاپي خپرونو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د امارتي ادارو چاپي خپرونو په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ د ټولو امارتي ادارو د نشراتو مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن يکشنبه«جمادي الثاني ۲۷مه/ مرغومي ۹مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس د چاپي رسنيو په اړه د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی حکم ولوست او ورپسې يې د رسنيو په ارزښت خبرې وکړې او په نشراتي برخه کې يې د اسلامي امارت د خپرنيزې پاليسۍ په تعقيبولو ټينګار وکړ.
ښاغلي حقاني وويل چې رسنۍ په حکومتولۍ کې مهم رول لري او لازمه ده چې امارتي رسنۍ په خپلو فعاليتونو کې اسلامي او ملي ارزښتونه او د اسلامي امارت پاليسي په پام کې ونيسي او د هغه له مخې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
په غونډه کې ګډونوالو د امارتي رسنيو د فعاليتونو په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او د نشراتو په برخه کې يې يو شمېر ستونزې او ننګونې شريکې کړې، د حل په اړه يې نظريات وړاندې شول او همدا راز په پای کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني د اميرالمؤمنين حفظه الله د ياد حکم په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
د یادونې وړ ده چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۵۰۸/۳۱۵ ګڼې د حکم له مخې د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو ریاست ته دنده سپارل شوې، ترڅو د اسلامي امارت د فرامينو، احکامو، هداياتو او توشيح شويو قوانينو په رڼا کې د امارتي ادارو چاپي خپرونې په دقيقه توګه وګوري او په دې برخه کې له اصولو څخه د سرغړونو او تېروتو په صورت کې اړونده ادارې خپلو تیروتنو ته متوجه کړل شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.