د کرنې سکتور د پالیسیو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

د چارو ادارې لوی رياست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مولوي اسلام الدین عثماني په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارپوهانو په ګډون د کرنې سکتور د پالیسیو په اړه د بحث په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه نن شنبه(جمادي الثاني/۲۶مه/مرغومي ۸ مه) د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، د قرانکريم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د اجنډا په اړه بحث وشو او نظريات وړاندې شول.

د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس وویل، چې د دې ناستې اصلي موخه د کرنې سکتور د پالیسیو په اړه بحث کول دي، ترڅو وکولای شو داسې پالیسي ترتیب کړو، چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د تولید او کیفیت لوړوالي لامل شي.

له بل لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازي هم د دغه ادارې تر کار لاندې پاليسیو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې اوسمهال د لبنياتو، کرنې او مالدارۍ او د چرګانو د سکتور پر پراختيايي پاليسۍ کار روان دى. چې ډېر ژر به د اړوندو ادارو په همکارۍ نهايي شي.

په پای کې پریکړه وشوه چې د پورتنیو پالیسیو د نهايي کولو په اړه د همغږۍ غونډو ته دوام ورکړي.

غونډه د خير په دعا سره په پای ته ورسېده.