د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د شمال ډبرو سکرو شرکت په استازیتوب د طبي توکو (29) قلمه او د درملو او مصرفي توکو د اړتیا وړ (77) قلمه توکو د تدارک پروژه ، چې دوه لاټه ده او د داوطلبۍ شمېره یې NPD/NCE/1403/G-940/NCB ده، د کشمیر قاسمي تجارتي او لوژستیکي شرکت ته په قرارداد ورکړي چې د جواز نمبر یې 62375 دی.
پته: ۱۵مه ناحیه، درېیمه حصه، پروان هوټل، مرکز کابل
د ارزول شوي ټولیز قیمت سره: لومړۍ لاټ: (3,300,000) درې میلیونه او درې سوه زره افغانۍ
دوهم لاټ: (900,000) نهه سوه زره افغانۍ.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.