د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د ماشين الاتو او پرزه جاتو افر پرانيسته وشوه
د ملي تدارکاتو ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د اړتيا وړ ۱۳۴ قلمه توکو او پرزه جاتو او د کانونو ۱۸ قلمه ماشينونو، تجهيزاتو د تدارک پروژې افر پرانيستې غونډه د يو شمېر داوطلبانو او د افرپرانيستې پلاوي په حضور کې تر سره شوه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (جمادي الثاني۲۲مه /مرغومي ۴مه) جوړه شوې وه، لومړی د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست مرستیال شیخ عبدالرحیم رحیمي د شرکتونو له استازو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ملي تدارکاتو ریاست پروژې په شفافه او په عادلانه توګه ترسره کیږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، ټول امارتي وزارتونه او ادارې د خلکو په خدمت کې دي او د هېواد د ملي ګټو په پام کې نيولو سره قراردادونه هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې پروژې په ټیټه بیعه او ښه کیفیت سره پلي کوي.
د ملي تدارکاتو ریاست مرستیال د داوطلبو شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د پروژو د تطبیق پر مهال دې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي او په ښه توګه دې پروژې بشپړې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.