د افغانستان بانک ملکيتونو ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ په کابل ښار کې د افغانستان بانک د ملکيتونو ستونزو حل په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت، افغانستان بانک، کابل ښاروالۍ، افغان ملي بانک او د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست د استازو ترمنځ غونډه وشوه.
دا غونډه نن سه شنبه (جمادي الثاني ۱۵مه/ لیندۍ ۲۷مه) د چارو ادارې لوی ریاست کې جوړه شوې وه، په مقدماتي وينا کې کې مولوي سيف الدين تائب د موضوع په اړه د غونډې ګډونوالو ته تفصيلي معلومات وړاندې کړل او همدا راز د اړوندو ادارو د استازو ترمنځ هر اړخيز بحث وشو.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رياست له لوري د ياد ملکيت تثبيت په اړه تشکيل شوې کمېټې د خپلې څېړنې ګزارش وړاندې کړ او په پای کې پريکړه وشوه چې ياده موضوع به د وروستي تصميم لپاره د رياست الوزراء عالي مقام ته ولېږل شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.