کابل ښار ته د اوبو رسولو سیسټم پروژې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیا خالد په مشرۍ د اوبو رسولو او ښاري فاضلابو ریاست او ولید یوسفزي د اوبو رسولو شرکت د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه او په کابل ښار کې د اوبو مديريت او اوبو رسولو سیسټم پر پلان بحث او خبرې وشوې.

دغه غونډه چې نن سه شنبه (جمادي الثاني ۱۵مه/ليندۍ ۲۷مه) د پانګونې اسانتیا رئیس په دفتر کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضياء خالد د کابل ښار د اوبو د مديريت اهميت او اوبو رسولو سیسټم د طرحې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې امارتي ادارې مکلفې دي چې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي او زياته يې کړه چې د پانګونې اسانتيا رياست له خصوصي سکتور سره د کابل ښار اوبو رسولو سیسټم د پروژې په تطبیق کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

بل لور ته د ښاروالۍ، اوبو رسولو او فاضلابو ریاست او د ولید یوسفزي اوبو رسولو خصوصي شرکت استازو د غونډې ګډونوالو ته د کابل ښار اوبو رسولو سیسټم د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کابل کې د اوبو کمښت ستونزې ته په کتو دې د قرارداد نهايي کولو لپاره کار وشي او یوې ټاکلې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.