د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د ملګرو ملتونو خدماتي پروژو (UNOPS) دفتر له مسؤول سره وليدل
د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو (UNOPS) دفتر له مسؤول نیکولاس ګارډینر سره وليدل او د ولایتونو په ښاروالیو کې يې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو د څرنګوالي پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (جمادي الثاني ۱۴/ ليندۍ ۲۶) د چاور ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست په دفتر کې جوړه شوې وه، په کې مولوي محمد اسحق اخندزاده د ملګرو ملتونو د پروژو رئيس ته د هر کلي ترڅنګ وويل چې افغانستان تازه له کړکېچ څخه را وتلی او پنځوس کلنه جګړه پای ته رسېدلې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې خپل هېواد اباد کړو.
ښاغلي اخندزاده وویل د افغانستان اسلامي امارت د هر هغه شخص او بنسټ څخه چې د هیواد په بیارغونه کې همکاري کوي؛ مننه کوي او غوښتنه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو دفتر دې د ولایتونو په کچه لویې پروژې په لاره واچوي.
د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس د ملګرو ملتونو له استازي څخه په یو شمېر ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو د پروژو، پلونو، پلچکونو د جوړولو او استنادي دیوالونو د پلي کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
له بل لوري د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو (UNOPS) مسؤول نیکولاس ګارډینر په خپلو خبرو کې وویل، هڅه کوو چې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې لویې پروژې پلې کړو.
هغه زیاته کړه، موږ به د نړیوال بانک مسؤولینو ته د اسلامي امارت پیغام هم ورسوو چې د نیمه پروژو په بشپړولو کې همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خدماتي پروژو دفتر (UNOPS) د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون له عمومي رياست سره په ځينو ولايتونو کې په همکارۍ او همغږۍ سره د پراختيايي پروژو مالي ملاتړ کوي.