د چاور ادارې لوی رئيس د اداري پروسو ساده کولو هوکړه لیک لاسلیک غونډه کې ګډون وکړ
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ساده شویو پروسو د پلي کېدو هوکړه لیک غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه نن سه شنبه (جمادی الاول ۱۷مه/ لړم ۲۹مه) د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ معین، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسؤولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ د خوښۍ ځای دی؛ چې له داسې نظام څخه برخمن يو چې ورځ تربلې د شفافیت، اسانۍ او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه اخلي، په اسلامي نظام کې مشقت او سختۍ نشته، د اسلام په راتلو سره خلک له سختۍ او تکلیفونو څخه خلاص شول.
همدارنګه يې زياته کړه، په باور سره ویلی شو چې د اسلامي امارت مسؤولین د هیواد او ولس ستونزو او مشکلاتو ته په کتو ګام پورته کوي او دا له خپلو لومړیتوبونو څخه بولي، سختې او پېچلې پروسې له منځه وړي او اساني رامنځته کوي.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزیر او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مفتي شهزاد نور راشد له لوري د ساده شویو پروسو پلي کېدو هوکړه لیک لاسلیک شو او د غونډې وروستۍ برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ځینو مسؤولینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.