د قرارداد ورکړي خبرتيا
دافغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د قلعه زمان خان له عمومي سرک څخه د جلال اباد تر سرک پوري د سرک جوړولو چارو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1403/W-657/NCBده، د برايټ بلډرز ودانيز شرکت ته چې د جواز نمبريې D-40180 دی او د کابل مرکز په کارته نو سيمه کې موقعيت لري په مجموعي قيمت 92,023,038.80 (دوه نوي ميليونه، درويشت زره، اته ديرش اعشاريه اتيا افغانۍ) په قرارداد ورکړې.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.