د امارت چارو د انسجام مرستيال د بغلان له والي سره وليدل

 

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدین تائب، د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره وليدل.

دغه لیدنه د یکشنبې په ورځ (جمادي الاول ۸مه/لړم ۲۰مه) د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ترسره شوه؛ په دې لیدنه کې د بغلان والي دغه ولايت ته د امارت چارو د انسجام مرستيال د سفر هرکلی وکړ او تر څنګ يې په دغه ولايت کې د روانو فعالیتونو، لاسته راوړنو او عمومي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي تائب د بغلان والي او ولايتي مسؤولينو د فعالیتونه او کارونه وستایل او ټینګار یې وکړ چې خلکو ته دې اساسي خدمات وړاندې شي.

د امارت چارو د انسجام مرستيال د بغلان ولایت مسؤولینو ته ډاډ ورکړ چې د بغلان ولایت د سيمه ييزو ادارو د ستونزو په حل کې به هر اړخیزه مرسته کوي.