د امارت چارو د انسجام مرستيال د بغلان ولایت ولسوالانو سره وکتل

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدین تائب د خپل ولایتي سفرونو په ترڅ کې د بغلان ولایت ۱۵ ولسوالیو ولسوالانو، قومي مشرانو، علماء کرامو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه ليدنه چې نن يکشنبه (جمادي الاول ۸مه/ لړم ۲۰مه) ترسره شوه پيل یې د قرانکریم په تلاوت وشو، ورپسې د بغلان ولایت ځینو ولسوالانو د بغلان ولایت پر بیلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.

دې ليدنه کې مولوي سیف الدین تائب په اسلامي نظام کې د نظم، اطاعت او انسجام په اړه خبرې وکړې او همدا راز يې د خپل سفر موخه یې د بغلان ولایت د خلکو ستونزو اورېدل یاد کړل.

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستيال وویل هر هغه شکایت چې رښتینی او پر شواهدو بناء وي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حضور ته یې رسوم او د حل په موخه یې مشوره کوم.

په پای کې ګډونوالو د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستيال له ورتګ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ستونزې به یې حل شي.

دغه ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.