تر واحد چتر لاندې د جواز ورکولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه او تر واحد چتر لاندې د جواز ورکولو د صادرېدو په اړه د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (ربیع الثاني شپږمه/تلې ۱۸مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه، پیل یې د قران کریم په تلاوت وشو، ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد وویل له ۴۰ کلونو وروسته په هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې، بايد له دې فرصت نه په استفاده هېواد د ځان بسیاینې په لور روان کړو.
دې غونډه کې د پرزنټيشن له لارې د جواز ورکولو په برخه کې د اسانتیاوو، موخو او خدماتو په اړه معلومات وړاندې شول؛ د پرزنټیشن له وړاندې کولو وروسته د وزارتونو او ادارو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خدماتو د واحد مرکز او نورو ادارو ترمينځ د تفاهم لیک په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د وزارتونو او ادارو د استازو د وړاندیزونو او نظرونو له اوېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د جواز ورکولو د خدماتو واحد مرکز ریاست تخنیکي ټیم دې د هغو وزارتونو او ادارو له رهبرۍ او تخنیکي مسؤولینو سره د تفاهم لیک په اړه بحث وکړي تر څو په راتلونکې غونډه کې يې په اړه پرېکړه وشي.
غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.