د قراداد د ورکړې خبرتیا
د قراداد د ورکړې خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب په پام کې لري، چې تر کار لاندې د برق رسولو توزيعي شبکې پروژه لپاره د اړتيا وړ ۶۵ قلمه برقي تجهيزاتو او ۳۷ قلمه اوسپنيزو توکو د داوطلبۍ پروژه (دوه لاټه) چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/ DABS/1403/G-524/NCB/Rebid ده، لاندې شرکتونو ته په قرار داد ورکړي.
ګڼه |
لاټ |
د ګټونکي شرکت نوم |
د جواز شمېره |
د ګټونکي داوطلب شرکت ادرس |
مجموعي قيمت |
۱ |
اول |
د افغان ترک ټرانسفارمر توليدي شرکت |
43403 |
پارک های صنعتی گور مار، مرکز بلخ د ګور مار صنعتي پارکونه، د بلخ مرکز |
47،249،792 (اوه څلوېښت ميليونه، دوه سوه نهه څلوېښت زره، اوه سوه دوه نوي) افغانۍ |
۲ |
دوم |
اسماعيل نيکزاد شرکت لمېټيډ |
1125-01-21 |
شهزاده مارکېټ د بلخ مرکز، مزار شريف |
8،048،023 (اته ميليونه، اته څلوېښت زره او درويشت افغانۍ) |
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو تقويمي ورځو پورې، خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.