د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو، ساتنې او څارنې رياست د

اړتیا وړ د رنګمالۍ توکو د تدارکاتو پروژه چې تشخيصيه شمېره يې AOP/G/029/1403/NCB ده، د افغان فیضي شرکت ته چې د هرات ښار په صنعتي ښارګوټي لومړي فاز کې موقعيت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په D-3-2380 شمېره ثبت دی، په مجموعي قیمت ۲،۵۷۰،۰۴۰ (دوه میلیونه، پینځه سوه اویا زره، څلوېښت) افغانۍ په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو تقويمي ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.

یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.