د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له وېب سایټ څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل له مخې په سر تړلې توګه د نشر له نېټې څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکانو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت د اړتیا وړ ۹ قلمه بېلابېل ټرانسپورټي وسایلو د تدارک پروژه.
NPD/SOCGD/1403/G-867/NCB د داوطلبۍ شمېره:
بانکي تضمین: 1,450,000 (یو میلیون او څلورسوه پنځوس زره افغانۍ)
د افر پرانيستې ناسته: د ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې ۱۸مه نېټه، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکو شمېره: 0202143274
npd.bidding2@gmail.com برېښنالیک:
پته: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه د پښتونستان واټ کابل- افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنتي افرونه د منلو وړ نه دي.