يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند خواجه رواش ښارګوټي کې يو باب اپارتمان له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.
نن يکشنبه (ربيع الاول ۱۲مه/وږي ۲۵مه) د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست يو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني وويل يو باب اپارتمان چې خواجه رواش ښارګوټي کې موقعيت لري؛ بې سرپرسته پاتې و چې د امارت د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري مهر لاک شوی و، د عارض له عريضې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.
د ياد کور اصلي مالک خالد احمد دياني د حمايت الله دياني زوی چې د کابل ولايت اصلي اوسېدونکی دی، د چارو ادارې لوی رياست له مسؤولينو څخه د مننې ترڅنګ وويل د دې په خاطر چې اپارتمان او په کې موجود توکي ساتل شوي وي، د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري مهر لاک شوی و او خوښي يې وښوده چې اپارتمان ورته بېرته وسپارل شو.
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د امنيتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې حق خپل حقدار ته وسپاري او په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د بيا واکمنېدو راهيسې تر اوسه لسګونه کورونه له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.