د پانگونې اسانتیا رئیس د پیرزاده گروپ له فابریکو څخه لیدنه وکړه

د پانگونې اسانتیا رئیس د پیرزاده گروپ له فابریکو څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد نن شنبه (ربيع الاول۱۱مه/ وږي ۲۴مه) د پيرزاده ګروپ له فابريکو څخه په ليدنه کې، د یادې فابريکې د ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس زياته کړه چې د ياد رياست له لوري د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره طرحه جوړه شوې ده او د نظر اخيستلو لپاره اړوندو وزارتونو ته لېږل شوې ده.
بل لور ته د یادو فابريکو رئيس حاجي محمود پيرزاده د پانګونې اسانتيا رئیس له ورتګ څخه مننه وکړه او د پانګونې اسانتيا رئیس څخه يې په هېواد کې پانګوالو ته د لا زياتو اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، د پانګوالو څخه ملاتړ به د دې لامل شي، ترڅو نور پانګوال هم هېواد ته راستانه شي، خلکو ته د کار زمينه برابره شي او د نظام په عوايدو کې زياتوالی راشي.
د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست په هېواد کې د پانګوالو لپاره د اسانتياوو برابرولو لپاره رامنځته شوی دی چې تر دې دمه يې د پانګوالو لسګونه ستونزې حل کړي دي.