1 وږی 1399
په پينځو محورونو کې د اوبو مديريت د همغږۍ په اړه غونډه وشوه

د اوبو ملي ادارې د موضوعاتو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدايت د تحقق او د اوبو سکتور د پينځه کلن پلان د وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه، د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام ریاست له لوري غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، د اوبو ملي ادارې استازو د اوبو سکتور د پينځه کلن پلان د نهايي کولو، د اوبو د پروژو د متخصصينو د استخدام، د سیلاب او وچکالۍ د مديريت د ملي پاليسۍ، د افغانستان د تر ځمکو لاندې اوبو مديريت، او په بادغيس کې د پستو باغونو ته د سولري پمپونو د رامنځته کولو د طرحې په اړه معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې، دغه راز د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام ریاست د تخنيکي، بوديجوي، بشري سرچينو، عمل پروګرام او اداري ستونزو په اړه د اوبو د تنظيم ملي ادارې استازو سره خپل نظريات شريک کړل.
د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام رئيس شاه پور ژمن د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې تر راتلونکې يوې اونۍ دې يادې طرحې د اوبو د تنظيم د ملي ادارې له لوري د نورو اړوندو ادارو په همغږۍ نهايي او د تاييدۍ لپاره د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختيا عالي شورا ته وړاندې شي.