د کانونو او پټرولیم وزارت
د کانونو وزارت د شاه امان الله خان د سلطنت په دوره کې د دولت په جوړښت کې د بیلابیلو نومونو لاندې فعالیت کاوه، لکه د کانونو ماموریت، د کانونو مدیریت، او د کانونو عمومي مدیریت چې د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې و. وروسته په ۱۳۱۶ هـ ش کال کې د محمد هاشم خان د صدارت په دوره کې د کانونو د ریاست د خپلواک ریاست په توګه وده وموندله. بیا وروسته د سوداګرۍ وزارت نوم د ملي اقتصادي وزارت ته بدل شو، او د کانونو برخه د همدې وزارت په چوکاټ کې د یوه ریاست لاندې رامنځته شوه.
د وخت په تېرېدو سره او په دې برخه کې د تجربو د زیاتېدو او د فعالیتونو د پراخېدو له امله، د هغه وخت صدارتي دولت په ۱۳۱۸ هـ ش کال کې د اقتصاد د ودې او ثبات په برخه کې د کانونو د مهم رول له امله پرېکړه وکړه چې د کانونو وزارت رامنځته شي. د دولت له تصویب وروسته، د کانونو وزارت د محترم رحیم الله خان تر مشرۍ لاندې خپل فعالیتونه پیل کړل. په دغه موده کې زیاتره کارونه د کلفګان د مالګې د کان او د غوربند د کاجي خېل د ډبرو سکرو د کان په استخراج او پلور کې ترسره کېدل.
په ۱۳۴۰ او ۱۳۵۰ لسیزو کې د هغه وخت حکومت د هېواد د دوو مهمو برخو، صنعتونو او کانونو، د مدیریت لپاره یو واحد وزارت د «صنایع و معادن» په نوم جوړ کړ. وروسته په نوي حکومت کې په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې د وزارتونو جوړښت بنسټیز بدلون وموند، او د صنایع او معادن وزارت په دوه جلا وزارتونو وویشل شو: د کانونو وزارت او د تجارت او صنایع وزارت په دولت کې رامنځته شول. بیا وروسته د هغه وخت د ولسمشر فرمان پر اساس د کانونو وزارت نوم بدل او د «کانونو او پټرولیم وزارت» ته یې بدل کړ.
- لید لوری:
یو ثابت، شفاف او مؤثر استخراجي او عملیاتي سکتور لرل د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او پراختیا لپاره.
- ماموریت:
د پالیسۍ طرحه کول، د قراردادونو مدیریت، او د کانونو سکتور او د نفتو او ګاز عملیاتو تنظیمول په ټول هېواد کې.
- موخې:
- د کانکیندنې او د نفتو او ګاز عملیاتو اړوند چارو کنټرول، مدیریت او تنظیمول.
- په کانونو او پټرولیم سکتور کې د مناسبو فرصتونو رامنځته کول او د پانګونې جلب او جذب.
- د کانونو سکتور عایداتي کول د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا، ودې او پراختیا په موخه.
- د کانونو او پټرولیم د وزارت دندې:
د کانونو او پټرولیم وزارت د معدني موادو د فعالیتونو او د نفتو او ګاز عملیاتو د تنظیم په برخه کې لاندې مهمې دندې او مکلفیتونه لري:
الف: د هېواد د معدني منابعو او نفت او ګازو د سرچینو د تفحصاتي، اکتشافي او جیولوجیکي سروې ګانو ترسره کول.
ب: د کانکیندنې او د نفت او ګازو عملیاتو د قراردادونو د داوطلبۍ پړاوونه پیلول او مدیریت کول.
ج: د کانکیندنې او د نفت او ګازو عملیاتو د قراردادونو څارنه او د عوایدو راټولول.
د: د کانونو سکتور لپاره د اړینو تقنیني اسنادو، پلانونو او پالیسۍ طرحه او پراختیا.
- د تشکیلاتو جوړښت:
د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۴۰۴ هـ ش کال د تشکیلاتو له مخې، په مرکز او ولایتونو کې منظم اداري جوړښت لري، چې په ټولیز ډول (۲۶۹۶) تنه کارکوونکي د وزارت په تشکیلاتو کې لاندې فعالیت کوي.
الف: مرکزی تشکیل:
- د کانونو او پټرولیم وزارت (۴) معینیتونه او یو مستقل عمومي ریاست لري، او همدارنګه (۴۶) مرکزي ریاستونه لري. هر یو یې په ټاکلي چوکاټ کې د اړوندو پروګرامونو د پلي کولو او خپلو تخصصي چارو د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه لري.
- د وزارت مقام: په جوړښت کې لاندې ریاستونه شامل دي:
- د ولایاتو د چارو د همغږۍ ریاست
- د شمال ختیځ زون ریاست
- د وزارت مقام د دفتر ریاست
- د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
- د تفتیش داخلي ریاست
- د کانونو د ساتنې ریاست
- د دعوت او ارشاد ریاست
- د کانونو د انستیتوت ریاست
- مالي او اداري معینیت: دغه معینیت لاندې ریاستونه لري:
- د مالي او حسابي ریاست
- د کارکوونکو د چارو ریاست
- د تدارکاتو ریاست
- د اداري او خدماتو ریاست
- د معلوماتي تکنالوژی ریاست
- د عوایدو د تنظیم ریاست
- د پالیسۍ او برنامو معینیت: دغه معینیت لاندې ریاستونه لري:
- د حقوقو عمومي ریاست
- د حقوقي خدمتونو ریاست
- د طرحې او تسوید ریاست
- د ارزونې، څارنې او پلان عمومي ریاست
- د ارزونې او څارنې ریاست
- د پلان او راپور ورکونې ریاست
- د نړیوالو اړیکو او دونرانو د همغږۍ ریاست
- د پالیسۍ څیړنې او پراختیا ریاست
- د پانګونې د آسانتیا ریاست
- د تخنیکي معینیت: په جوړښت کې لاندې ریاستونه شامل دي:
- د کادستر او قراردادنو د تطبیق عمومي ریاست
- د فلزي کانونو د مدیریت او تطبیق ریاست
- د غیر فلزي کانونو د مدیریت او تطبیق ریاست
- د حرفوي کان کیندنې ریاست
- د کانونو د تخنیکي تفتیش ریاست
د مس عینک پروژې ریاست
- د جیولوجي سروې معینیت: په جوړښت کې لاندې ریاستونه شامل دي:
- د جیولوجیکي معلوماتو او سیستمونو عمومي ریاست
- د معلوماتو سیستم مدیریت ریاست
- د ریموت سنسنګ او جي ای اس ریاست
- د کانونو د تفحص او اکتشاف عمومي ریاست
- د جیوفزیک تحقیقاتو او سروی ریاست
- د منرالونو د اکتشاف ریاست
- د لابراتوارونو ریاست
- د جیولوجي چاپېریال ساتنې ریاست
- د پټرولیم عمومي ریاست: د پټرولیم عمومي ریاست په جوړښت کې لاندې ریاستونه شامل دي:
- د نفت او ګازو د تخنیکي تفتیش ریاست
- د نفت او ګازو سروې ریاست
- د نفتو او ګازو د قراردادونو د تطبیق او څارنې ریاست
- د نفتو او ګازو د قراردادونو د مالي چارو د تنظیم او څارنې ریاست
- د ټاپي همغږۍ ریاست
ب: د ولایتي تشکیل:
د کانونو او پټرولیم وزارت ۲۹ ریاستونه او ۵ مستقل ولایتي آمریتونه لري.
- اصول، قوانین او حقوقي اسناد
د کانونو او پترولیم وزارت له خپل تأسیس څخه تر اوسه پورې د یو منظم او ثابت حقوقي نظام د رامنځته کولو په موخه، د اړتیا له مخې او د وخت د غوښتنو سره سم تقنیني اسناد ترتیب، طی مراحل او توشیح کړي دي:
الف: قوانین او اصول
- د ۱۳۹۷ کال د کانونو قانون
- د ۱۳۹۸ کال د کانکیندنې مقرره
- د ۱۳۸۷ کال د نفتو او ګازو (هایډروکاربنونو) قانون
- د ۱۳۹۶ کال د نفتو او ګاز (هایډروکاربنونو) قانون
- د ۱۳۸۸ کال د نفتو او ګازو مقرره
- د ۱۳۹۹ کال د کانونو او پټرولیم وزارت د ساحوي کارکوونکو د امتیازاتو مقرره
- د بالمقطع ناظرینو کاري طرزالعمل (د امارت نافذ شوی)
- د عام المنفعه پروژو د تمویل لپاره د کان د قرارداد د ورکولو طرزالعمل (د امارت نافذ شوی)
- د کانونو د ساتنې کمیټې طرزالعمل (د امارت نافذ شوی)
- د رویالټۍ د قیمت ګذاري کمیټې طرزالعمل (د امارت نافذ شوی)
- د ساختماني موادو لارښود (د امارت نافذ شوی)
- د حرفوي کان کیندنې لارښود (د امارت نافذ شوی)
- د مکتوبونو او مراسلاتو د ترتیب لارښود (د امارت نافذ شوی)
- د کان د ساحو څخه د کورنیو او بهرنیو اشخاصو د لیدنې لارښود (د امارت نافذ شوی)
- د معدني موادو د لومړني سروې لارښود د اشخاصو د غوښتنې پر بنسټ (د امارت نافذ شوی)
- د وړتیا د مخکیني پوښتنلیک د ارزونې لارښود (د امارت نافذ شوی)
- د زرشویي کانکیندنې د فعالیتونو لارښود (د امارت نافذ شوی)
- د کانکیندنې د قرارداد لرونکو لپاره د زیربناوو او تاسیساتو د جوړولو جواز د ورکولو میکانیزم (د امارت نافذ شوی)
ب: اړوند پالیسۍ او ستراتیژۍ
د کانونو او پټرولیم وزارت د طبیعي منرالي زېرمو د اغېزمنې استفادې، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب او جذب، د ملي عوایدو د زیاتوالي، د کارموندنې د رامنځته کولو او د کانونو د سکتور د اغېزمن مدیریت لپاره لاندې لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه طرحه، ترتیب او د پلي کېدو مرحلې ته سپارلي دي:
- د ملي منرالونو پالیسۍ
- د کانونو سکتور د عوایدو پالیسي
- د نوکريوالو شمېره:
د کانونو او پترولیم وزارت اداري او خدماتو ریاست د نوکریوالو شمېره: (۰۲۰۲۹۲۷۱۲۸)
رسنۍ، مؤسسات، ښاریان او بېلابېل مراجع کولی شي د وړاندیزونو وړاندې کولو، د پروګرامونو همغږي، او له وزارت سره د رسمي اړیکو نیولو لپاره له لاندې رسمي آدرسونو سره اړیکه ونیسي:
الف: د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت: pr@momp.gov.af / ۰۲۰۲۹۲۷۱۹۲
ب: د وزارت مقام دفتر ریاست : chiefofstaff@momp.gov.af / ۰۲۰۲۹۲۷۱۰۶
د وزارت رسمي ویب پاڼه: www.momp.gov.af
- کاري وختونه:
د کانونو او پټرولیم وزارت کاري وختونه د وزارت د کار او ټولنیزو چارو د کاري طرزالعمل سره سم تنظیمیږي.
- د خبرتیاوو او خبرونو خپرول:
اعلانونه، معلومات، راپورونه او رسمي بیانونه د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د رسمي ویبسایټ (www.momp.gov.af) او د «معادن» مجلې له لارې د عامه لاسرسي لپاره چاپ او خپرېږي.
- شفافیت او شکایتونه:
د کانونو او پټرولیم وزارت د شکایتونو د حل لپاره یو منظم او اغېزمن میتود رامنځته کړی دی، چې د عرایضو د فزیکي یا آنلاین وړاندې کولو له لارې تر سره کېږي.
ب: شکایتونو ته د رسېدنې لپاره پته او د اړیکو چینلونه
اشخاص او افراد کولای شي خپل شکایتونه په آنلاین ډول د اړیکې شمېرې (۰۲۰۲۹۲۷۱۹۲)، ټیلیفوني کوډ (۱۸۱)، برېښنالیک آدرس: Complaints@momp.gov.af له لارې، او همدارنګه په فزیکي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت د شکایتونو د اورېدلو په مدیریت کې په مرکزي دفتر او ولایتي ریاستونو کې ثبت کړي.
- جیولوجیکي اسناد او معلومات
د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو او پټرولیم سکتور جیولوجیکي اسناد او معلومات په محرم ډول ساتي او خوندي کوي یې، چې کولای شي د اړوندو قانوني اسنادو سره سم یې د عامه لاسرسي لپاره وړاندې کړي.
- عامه خدمتونه:
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپلو صلاحیتونو په حدودو کې، د اړوند قانوني اسنادو سره سم، مکلف دی لاندې خدمات وړاندې کړي:
الف: د کان کیندنې جوازونه او قراردادونه
- د لوی مقیاس کان کیندنې قرارداد (اکتشافي جواز او بهره برداري جواز)
- د کوچنی مقیاس کان کیندنې قرارداد
- د ساختماني موادو د کان کیندنې جواز
- د حرفوي کان کیندنې جواز
ب: اجازه لیکونه
- 1- د معدني موادو د صادراتو او انتقالاتو اجازهلیک
- 2- د معدني موادو د پروسس اجازهلیک
- 3- د زیربناوو او تاسیساتو د جوړولو اجازهلیک
- 4- د نفتو او ګازو د عملیاتو قراردادونه او اجازهلیکونه
- د قراردادونو د ورکولو پړاوونه
الف: د لوی او کوچني مقیاس کان کیندنې پړاوونه
- د کان کیندنې سروې د ساحو
- د کان کیندنې تخصیص د ساحو
- د کان کیندنې اعلان د ساحو
- د داوطلبۍ پړاو پیلول
- د کان کیندنې قرارداد د بریالي داوطلب سره عقد کول
- د قرارداد په شرایطو سره سم د اکتشاف او بهره برداری جوازونو صادرول
- د عوایدو راټولول او د جواز او قرارداد د شرایطو تطبیق څارنه
ب: د ساختماني موادو د کان کیندنې جواز صادرولو پړاوونه
- 1- د کان کیندنې سروې د ساحو
- 2- د کان کیندنې تخصیص د ساحو
- 3- د کان کیندنې اعلان د ساحو
- 4- د داوطلبۍ پړاو پیلول
- 5- ګټونکي ته د جواز صادرول
- 6- د عوایدو راټولول او د جواز او قرارداد د شرایطو تطبیق څارنه
ج: د حرفوي کان کیندنې جواز صادرولو پړاوونه
- د غوښتونکي له خوا د غوښتنې وړاندې کول
- د ساحو تخصیص کول
- د ساحاتو سروې
- د غوښتونکي د غوښتنې ارزونه
- د جواز صادرول
- د عوایدو راټولول او د جواز او قرارداد د شرایطو تطبیق څارنه
د: د نفتو او ګازو د عملیاتو د قراردادونو پړاوونه
- د ساحاتو سروې
- د ساحاتو تخصیص
- د داوطلبۍ پړاو پیلول
- د نفتو او ګازو د عملیاتو قراردادونه لاسلیک کول
- د عوایدو راټولول او د نفتو او ګازو د عملیاتو د قراردادونه تطبیق څارنه
- لینکونه او پورتالونه:
- د مراجعينو د آنلاین عرایضو ثبت سیستم
https://pmis.momp.gov.af/create_petition
- د شرکتونو د آنلاین عرایضو ثبت سیستم
http://180.94.92.122/create_petition
- د وزارت رسمي ویب پاڼه