د قرارداد ورکړي خبرتيا
د قرارداد ورکړي خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د چارو ادارې لوي رياست په استازيتوب د ساتنې او څارنې رياست لپاره د اړتيا وړ د ترميماتو او ودانيزو توکو د تدارک پروژه چې تشخصيه شمېره يې AOP/G/017/1403/NCB ده د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د محمد کيهان حيدر زاده د سوداګريزو او ودانيزو چارو شرکت چې د تايمني ۴ ناحيې سابقه څلور لارې مرکز کابل کې موقعيت لري او جواز يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۸۱۶۲۵ شمېرې سره ثبت دی د ۷،۱۲۸،۲۲۴ (اووه ميليونه، يوسلو اته وېشت زره، دوه سوه څلور وېشت افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.