د چارو ادارې لوی رئیس د دایکندي والي سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د دایکندي والي محمد ضیا همدرد سره ولیدل. د دایکندي والي د دې ولایت ستونزو ته د رسیدو د څرنګوالي، ټولنیزې او اقتصادي پراحتیا، بیارغونې، مواصلاتي لارو او انکشافي پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، چې دغه ولایت ته د ښو خدماتو او انکشاف لپاره اصلاحي او انکشافي پروګرامونه لاس لاندې لري، چې د تطبیق لپاره یې د اړوندو ادارو په همغږي کولو کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې همکارۍ ته اړتیا ده.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د دایکندي ولایت د اقتصادي او ټولنیز انکشاف د څرنګوالي په اړه وویل، چې حکومت د متوازن انکشاف موضوع تر پخوا ډېره جدي نیولې او په دې موخه هڅه کیږي، چې د دې ولایت د رهبرۍ وړاندیز شوې پروژې د وزارتونو او ادارو په مالي پلانونو کې شامل شي.
ښاغلي فضلي دا هم وویل، چې د نورو ولایتونو مرکزونو او بازارونو ته د دایکندي د کرنیزو محصولاتو لېږد ته دې هم پاملرنه وشي.