د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د کابل ښار محبس څلور لارې څخه د محبس تر قول او سليم کاروان پورې د سرک جوړولو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1403/W-98/NCB ده، د اريوب يونايټيډ انجينري او ساختماني شرکت ته چې د کابل ښار ۱۲مې ناحيې ۳۴ بلاک دريمه کوڅه کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت 107,995,085 (يو سلو اوه ميليونه، نهه سوه پنځه نوي زره، پنځه اتيا) افغانيو په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.