د آمو سیند د سواحلو د تحکیم په اړه غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د نړیوالو اړیکو ریاست له لوري، د بهرنیو چارو، سرحدونو او قبایلو، ښارجوړونې او اراضۍ، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو او اوبو ملي ادارې د استازو په ګډون، د آمو سیند د سواحلو د نړیدو د مخنیوي او تحکیماتو د جوړیدو په اړه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې، د اوبو د تنظیم ملي ادارې مرستیال د آمو سیند د سواحلو د تحکیم په اړه د طرحې وړاندې کولو په ترڅ کې وویل، چې یاده طرحه د آمو سیند د سواحلو د وروستیو کلونو ویجاړیو ته په کتو سره د هېواد د سرحدونو د ساتنې به موخه جوړه شوې، چې د اړوندو ادارو د نظریاتو له ترلاسه کولو وروسته به د اراضۍ او اوبو عالي شورا ته واستول شي.

 د جمهوري ریاست د چارو ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس د یادې طرحې په اړه د نظریاتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل، چې له هم سرحده هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب د ساتلو په موخه باید اړوندې ادارې د دغې طرحې حقوقي، تخنیکي او امنیتي اړخونه مطالعه کړي.

 په غونډه کې پریکړه وشوه، چې ټولې ادارې دې تر راتلونکو درېیو اونیو خپل ټول نظریات په لیکلي ډول د اوبو د تنظیم ملي ادارې ته واستوي، څو یاده طرحه ورسره بډایه شي.