د کاپیسا مرکز کې د سړک د تنویر پایې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کاپیسا مرکز کې د سړک د تنویر پایې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کاپیسا ولایت د محمود راقي ښاروالۍ د ګلدان څلورلارې څخه تر امنیه قومندانۍ پورې د سړک د تنویر پایو پروژه ددې ولایت محترم والي، ښاروال، د ادارو رئیسانو، ګذر وکیلانو، اصنافو استازو، قومي مشرانو او ځوانانو په حضور، د ګلدان څلورلارې په محوطه کې پرانیستل شوه.
دغه مراسم چې نن چهارشنبه د (شوال المکرم۱۵مه/ غویي ۵مه)د قرآن کریم په تلاوت پیل شول پکې د کاپیسا ولایت والي قاري احسان الله بریال د محمود راقي ښاروالۍ څخه د یادې پروژې د تطبیق په موخه مننه وکړه.
د محمود راقي ښاروال مولوي عبیدالله حسام د دې پروژې د تطبیق په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره د محمود راقي ښاروالۍ هڅه کړې ترڅو خلکو ته عام المنفعه پروژې پلې کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژه یو میلیون اوپنځه سوه زره افغانیو په لګښت د یوې میاشتې په ترڅ کې تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد مراسم د خیر په دعا پای ته ورسېده