د خوړو او درملو ملي ادارې د «۹۱» بستونو الکترونیکي ازموینه پيل شوه
د خوړو او درملو ملي ادارې د «۹۱» بستونو الکترونیکي ازموینه پيل شوه
د ا.ا.ا د چارو د ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د الکترونیکي ازموینو په مرکز کې د خوړو او درملو ملي ادارې د «۹۱» بستونو الکترونیکي ازموینې پيل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن چهارشنبه(شوال المکرم ۱۵مه/غوایي ۵مه) د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد، د غونډې برخوالو ته په وينا کې وويل چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره کار اهل کار ته د سپارلو لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې ژمنه ده.
په غونډه کې د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب رئیس ډاکټر نعیم الله ایوبي وویل چې په الکترونیکي ازموینه کې هېڅ ډول انساني لاسوهنه نه کېږي او هر څوک د خپلې وړتیا له مخې بریالي کېږي او د نوي تشکیل له منظورېدو وروسته به په لسګونو نور بستونه هم ازادې سيالۍ ته وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د دغې ادارې د بیلا بېلو «۹۱» بستونو د ترلاسه کولو لپاره (۱۴۷۱) تنه رقابت کوي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده او له هغه وروسته الکترونيکي ازموينې بهير پيل شو.