د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د پاکستان په چارو کې د جمهور رئیس له ځانګړي استازي سره ولیدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د پاکستان د اسلامي جمهوریت په چارو کې د جمهور رئیس له ځانګړي استازي محمد عمر داوود زي سره ولیدل.

 په دې لیدنه کې، د مختلفو موضوعاتو په اړه د بحث ترڅنګ، د چارو ادارې لوی رئیس د پاکستان اسلامي جمهوریت په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې د نوي مسوولیت په ټولو هغو برخو کې به ورسره لازمه او پر وخت همکاري کیږي، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې اړوندیږي.