له محبس څلور لارې څخه تر سليم کاروان پورې د سرک جوړولو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه

له محبس څلور لارې څخه تر سليم کاروان پورې د سرک جوړولو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د کابل ښار محبس څلور لاري څخه د محبس قراول او سليم کاروان پورې د سرک جوړونې پروژې افر پرانيستې غونډه د يو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون د ادارې د غونډو په تالار کې ترسره کړه.

دا غونډه چې نن شنبه(شوال المکرم۱۱مه/غوايي لومړۍ) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي د شرکتونو د استازو له ګډون څخه مننه وکړه او له هغوی څخه يې وغوښتل چې پروژې بايد په شرطپاڼه کې د درج شويو شرايطو سره سم سرته ورسوي او د ياد سرک چارې په ښه توګه بشپړې کړي.

همدا راز ښاغلي محمدي زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې عدل او انصاف وجود لري او په وينا يې چې هرچا ته به خپل حق سپارل کيږي او له سوداګرو څخه يې وغوښتل چې په پروژو او سوداګرۍ کې صداقت او رښتنولي په پام کې ونيسي.

په پای کې د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال د سوداګرو مسؤليت دروند وباله او له هغوی يې وغوښتل چې خپل مالونه په ناروا کړنو کې مصرف نه کړي او په خپلو چارو کې له دروغو څخه ځان وساتي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.