د قرارداد ورکړې خبرتیا

د قرارداد ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د چارو ادارې لوی ریاست د خدماتو ریاست ته د اړتیا وړ وچې میوې د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر یې AOP/G/003/1403/NCB دی د پټان باور ساختماني او لوژستیکي شرکت چې د کابل ښار ۸مې ناحیې کې موقعیت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په دې شمېره D-37365 ثبت دی، د ۵۹۳،۰۰۰ (پنځه سوه درې نوي زره) افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.