خوست ښاروالۍ کې د تېر ۱۴۰۲ مالي کال حساب ورکولو په اړه غونډه وشوه
خوست ښاروالۍ کې د تېر ۱۴۰۲ مالي کال حساب ورکولو په اړه غونډه وشوه
د خوست ښاروالۍ له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د حساب ورکولو غونډه کې ولايتي مسؤلینو، ګذر وکیلانو، د ښاري اصنافو شبکې غړو، متنفذینو او خبریالانو ګدون کړی و.
په غونډه کې د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال په خپلو خبرو کې ولس ته حساب ورکونه د ښې حکومتولۍ اصل یاد کړ او زیاته یې کړه چې خوست ښاروالۍ ولس ته د شفاف حساب ورکولو اصل ته ژمنه ده.
ښاغلي بلال تېر ۱۴۰۲ مالي کال له لاسته راوړنو ډک وباله او له خپلو اداري کارمندانو څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چې ښاري او اداري چارو ته یې په وخت سره رسیدنه کړې.
نوموړي وویل چې د ښاروالۍ په عوایدو کې د تېرو کلونو په نسبت زیاتوالی راغلی، چې یاد عواید په شفافه توګه راټولیږي او بیرته د ښاريانو لپاره په خدماتو کې په شفافه توګه په مصرف رسیږي.
ورپسې د ښاروالۍ اړوند د ښاري حکومتولۍ، مالي او اداري، سکتوري او تخنیکي امریتونو مسؤلینو د عوایدو، لګښتونو، قراردادونو او رغنیزو پروژو راپورونه له ګډونوالو سره شریک کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته په اړونده برخو کې ځوابونه وویل شول.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.