د چارو ادارې لوی رياست يو شمېر کارکوونکي د تجويد له روزنيز پروګرام فارغ شول
د چارو ادارې لوی رياست يو شمېر کارکوونکي د تجويد له روزنيز پروګرام فارغ شول
د چارو ادارې لوی رياست د بېلابيلو رياستونو ۲۳ تنو کارکوونکو د قرانکريم د تجويد پنځه مياشتنی روزنیز پروګرام چې د بشري سرچينو رياست له لوري پيل شوی و؛ پای ته ورسېده او په ګډونوالو يې تصديقليکونه ووېشل شول.
په دې اړه غونډه چې نن چهارشنبه (رمضان المباک۲۴مه/وري۱۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه؛ د قرانکريم له تلاوت وروسته د بشري سرچينو رئيس مولوي نورالحق جرير وويل؛ له تجويد سره د قرانکريم زده کړه يو مهم عمل دی او قرانکريم بې له تجويده لوستل د ګناه سبب ګرځي.
د غونډې له ګډونوالو څخه يو تن يې وويل چې دا ډول روزنيز پروګرامونه جوړول د هر مسلمان لپاره ډېر مهم دي او همدا راز يې د دې پروګرام له جوړونکو مننه وکړه او د هغوی هڅې يې وستايلې.
بايد وويل شي چې د بشري سرچينو رياست د ظرفيت لوړونې په برخه کې تر اوسه لسګونه روزنيز پروګرامونه مديريت کړي دي چې په کې د انګليسي زده کړې، کمپوټر او نورو مختلفو اداري سيسټمونو په اړه يې د ادارې کارکوونکو ته لنډ مهالي او اوږد مهاله پروګرامونه جوړ کړي او لاهم دا لړۍ دوام لري.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.