د کابل ښاروالۍ اړوند د سرک جوړونې د دوه پروژو افر پرانیسته وشوه

د کابل ښاروالۍ اړوند د سرک جوړونې د دوه پروژو افر پرانیسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند سيد محمد شاه مېنې له دريم سړک څخه د (کارته نو) د تپې تر سر پورې دواړه اړخه او له عبدالحق څلور لارې تر تنګي غارو پورې، د سړک جوړونې پروژو افر پرانیستې د ملي تدارکاتو مسؤلينو او د داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه(رمضان المبارک ۸مه/کب ۲۸مه) جوړه شوې وه، په پیل کې د سندونو او اړیکو رئيس مولوي محمد نعيم حمزه او د ملي تدارکاتو د تحليل آمر مفتي احمدالله نظامي له ګډون کوونکو شرکتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې حلال کسب کول او روزي ګټل عبادت دی، دا نظام د ولس په قربانيو راغلی او ټولې پروژې باید په معياري ډول ترسره شي.
په غونډه کې د مسؤلينو له لوري داوطلبو شرکتونو ته ډاډ ورکړل شو چې د پروژو افر پرانیستې په شفاف ډول ترسره کيږي، د چا حق نه ضایع کېږي او حق حقدار ته رسېږي.
یاده غونده چې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.