د پلټنې عالي ادارې د سپارښتونو او پر وخت څېړنو د تحقق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د پلټنې عالي ادارې د سپارښتونو او پر وخت څېړنو د تحقق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او ارزونې ریاست له لوري د پلټنې عالي ادارې د سپارښتونو او پر وخت څېړنو د تحقق په اړه د پلټنې عالي ادارې د استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن پنجشنبه «رمضان المبارک ۴مه/ کب ۲۴مه» د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پیل یې د قرانکریم په تلاوت وشو او ورپسې د څارنې او ارزونې رئیس مولوي محمد طاووس طارق له ګډونوالو وغوښتل ترڅو د یادې موضوع په اړه خپلې موندنې وړاندې کړي.
د پلټنې عالي ادارې استازو د پلټنې په اړه د سپارښتنو د تطبیق کېدو، د قوانینو مراعاتولو او تطبیق څخه د ډاډمنتیا څرنګوالي او د ۱۳۹۹ مالي کال د لګښتونو او په هغو برخو کې چې پلټنې شوي دي؛ په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د سپارښتنو د لا ښه تطبیق په نورو لارو چارو باندې هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې لوی ریاست به د پلټنې عالي ادارې سره د سپارښتنو په تطبیق کې همکاري وکړي، ترڅو دا پروسه په لا ښه توګه پرمخ لاړه شي.
دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.