د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېدو تفاهملیک لاسلیک شو
د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېدو تفاهملیک لاسلیک شو
د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز تفاهملیک د اړوندو ادارو معینانو، د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئيس په حضور کې له صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره لاسلیک شو.
دغه غونډه نن یکشنبه «شعبان المعظم ۲۱مه/ کب ۱۳مه» د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم، وزارتونو معینانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او د ملي موزیم رئيس په ګډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني وویل: اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې راسپارل شوې دندې په صداقت او اخلاص سره پای ته ورسوو. هغه زیاته کړه چې تر دې وړاندې زمونږ سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د داسې مراکزو له جوړېدو سره به دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز په جوړېدو کې د اړوندو ادارو له همکارۍ مننه وکړه او د تفاهملیک په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د صنعت او سوداګرۍ، ګمرکاتو او کانونو او پټرولیم وزارتونو معینانو د سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې د دې مرکز په جوړېدو سره به سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مهمند د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون له فعالیتونو د مننې ترڅنګ وویل، د دې مرکز په جوړېدو سره به د فساد مخنیوي وشي او د هېواد د صادراتو کچه به معلومه شي. هغه له اسلامي امارت څخه وغوښتل ترڅو د هېواد صادراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا غونډه چې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.