د ۴۰ ادارو ۴۰۰ تدارکاتي کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کارولو حسابونه جوړ شول
د ۴۰ ادارو ۴۰۰ تدارکاتي کارکوونکو ته د برېښنايي تدارکاتو سېسټم کارولو حسابونه جوړ شول
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست له لوري د برېښنايي تدارکاتو سيسټم کې د ۴۰ تدارکاتي ادارو ۴۰۰ کارکوونکو ته د ياد سيستم د کارولو لپاره حسابونه جوړ کړل شو.
د ملي تدارکاتو رياست مسؤلين وايي چې دا ګام يې د تدارکاتي پروسو د شفافيت او په دې برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه اخيستی دی او زياتوي چې له دې لارې غواړي د هېواد د لويو ملي او بنسټيزو پروژو د تدارکاتي چارو پړاوونه چټک کړي او په دې برخه کې اړوندو ادارو او شرکتونو ته اسانتياوې رامنځته کړي.
د افغانستان د برېښنايي او پرانيستو تدارکاتو سيسټم (AGEOPS) د روان لمريز کال د ليندۍ په ۲۲ مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو چې د اسلامي امارت د کابينې يو شمير غړو او امارتي مسؤلينو سربيره د سيمې او نړۍ د يو شمېر هېوادونو او سفارتونو استازو هم ګډون کړی و.
د ياد سيسټم له پرانيستې وروسته ملي تدارکاتو رياست له دې سيسټم سره د تدارکاتي کارکوونکو د اشنا کولو په موخه روزنيز پروګرامونه پيل کړل چې په لومړي پړاو کې د ۴۰ تدارکاتي ادارو ۴۰۰ کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه او دا لړۍ لاهم دوام لري.
په دې روزنيز پروګرام کې د افغانستان د تدارکاتي پلانونو د مديريت سيسټم (APPMS)، د افغانستان د تړونونو پرمختګ د څار سيسټم (ACPMS) او د الکټرونیکي داوطلبۍ سېسټم (AETS) په اړه روزنه ورکړل شوه او په دې برخو کې د کارکولو لپاره ورته حسابونه جوړ شول.
د دې سربېره د هېواد د بېلابېلو تدارکاتي ادارو له لوري د دې سيسټم په اړه پرليکه او حضوري روزنې هم ورکړل شوي دي او د سيسټم په اړه د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ويل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د دې سيسټم په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت له مخې ټولې تدارکاتي ادارې مکلفې ګڼل شوي دي ترڅو د ملي تدارکاتو ریاست سره د تدارکاتي اصولو او مقرراتو سره سم؛ د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پلي کولو په برخه کې هر اړخیزه کړنې او مرستې ترسره کړي.
همدا راز ملي تدارکاتو رياست هم ټينګار کړی او تدارکاتي ادارې يې مکلفې ګڼلي چې په دې سېسټم کې د کارولو حسابونو جوړولو وروسته دې د هېواد ټولې تدارکاتي ادارې د تدارکاتو نافذه قانون، کړنلارې، اړوندو متحدالمالونو او یادښتونو په پام کې نیولو سره؛ د خپلو ادارو تدارکاتي پړاوونه د سېسټم له لارې پر مخ يوسي، تر څو وکولی شي ټولې چارې یې پر ټاکلي وخت او چټکۍ سره سرته ورسيږي.
همدا راز ياد رياست له هغو تدارکاتي ادارو چې د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند پورټالونو کې یې خپلو تدارکاتي کارکوونکو او اعطاء آمرینو ته د کارولو حسابونو لپاره فورمې نه وي ډکې کړې؛ غوښتي چې خپلې فورمې ډکې او د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت ته ولېږي ترڅو وکولی شي له یاد سېسټم څخه په اسانۍ سره ګټه پورته کړي.