د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د داو طلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپانې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډسک او يا د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه تر لاسه کړي. خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرپرانيستې تر نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم:د چارو ادارې لوی رياست د تخنيک او ترانسپورټ رياست لپاره د ماشين آلاتو د تدارکاتو پروژه.

د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/011/1403/NCB

بانکي تضمين: ۱۰۴،۰۰۰ (يوسلو څلور زره افغانۍ)

د افر پرانيستې غونډه: 1403 کال د وري 12مه، له غرمې مخکې 10:00بجې. 

ادرس: د تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.

یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.