د خوړو او درملو ملي ادارې د ۹۹ بستونو الکترونيکي ازموینې پرانستغونډه وشوه
د خوړو او درملو ملي ادارې د ۹۹ بستونو الکترونيکي ازموینې پرانستغونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست له لوري د خوړو او درملو ملي ادارې اړوند ۹۹ خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموینې پرانستغونډه ترسره شوه.
دغه غونډه نن پنجشنبه(شعبان المعظم ۱۸مه/کب ۱۰مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په پيل کې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د تعیناتو او نظارت رئيس محمدیوسف غزنوي پخپلو خبرو کې د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د ازموینې دا پروسه به په شفاف ډول ترسره کيږي او په دې کې به د هيچا حق نه ضايع کيږي.
همدا راز د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو او درملو د خونديتوب رئيس ډاکټر نعيم الله ايوبي د يادو بستونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د خوړو او درملو ملي ادارې تر دې وړاندې هم سلګونه خالي بستونه د ازادې سيالۍ ته وړاندې کړي دي چې له دې لارې وړ کسان په دندو ګمارل شوي دي او لا هم دا بهير دوام لري.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.