د وارداتي فولادو د تعارفې لوړیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د وارداتي فولادو د تعارفې لوړیدو د کچې د ارزونې په اړه د تعارفې کمېټې د غړو د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه، چې د جمهوري ریاست د شوراګانو د انسجام چارو او ملي اقتصاد ریاستونو په کوربه توب جوړه شوې وه، د یو شمېر وزارتونو مرستیالانو او د تعارفې کمېټې د نورو غړو ادارو استازو پکې ګډون درلود.

په غونډه کې ټینګار وشو، چې د وارداتي فولادو د تعارفې د ۱۵ سلنه لوړیدو پریکړه به د داخلي سرچینو د ودې په موخه دوام کوي، خو په ځینو برخو کې به د ډمپینګ او مستهلکینو ګټو ته په کتو سره استثنایي تعرفه وضع کیږي.

په دې اړه د تعارفې کمېټې ته دنده ورکړل شوه، چې خپلې ارزونې ژر ترسره او له راتلونکې غونډې سره شریکې کړي.