د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب د اوسپنيزو او کانکريټي پايو د ۸ قلمه خامو موادو او د ميټربکس د ویرنګ ۲۸ قلمه برقي تجهيزاتو او ۲۲ قلمه اوسپنيزو الاتو سره درې لاټه پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1402/W-015/NCB/Rebidده، د مجتبی علي د سرک جوړونې او ودانيزو توکو توليدي شرکت، چې د جواز شمېره يې D-27345ده، جلال آباد مرکز ننګرهار تالاشۍ څلورلارې کاروان پلازې دوهم پوړ، ۲۵ اطاق کې موقعيت لري، لومړی لاټ په مجموعي قيمت (26,005,365) شپږويشت ميليونه، پنځه زره، دری سوه، پنځه شپېته افغانۍ او دريم لاټ: په(8,813,024) اته ميليونه، اته سوه ديارلس زره، څلورويشت افغانۍ په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.