د مسؤلينو او کارکوونکو شتمنيو د ثبت قانون په اړه بحث وشو

د مسؤلينو او کارکوونکو شتمنيو د ثبت قانون په اړه بحث وشو

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۹) ګڼې فرمان پر اساس د چارو ادارې لوی رياست د داخلي تقنيني اسنادو د څېړنې کمېټې د امارتي مقاماتو او کارکوونکو د شتمنيو ثبت قانون په اړه غونډه وکړه.
دا غونډه چې نن چهارشنبه(رجب المرجب۵مه/مرغومي۲۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په رهبرۍ جوړه شوې وه، په کې د بېلابېلو رياستونو استازو د ياد قانون په اړه د اسلامي شريعت په رڼا کې بحث وکړ او د موضوع په اړه يې خپل نظريات وړاندې کړل، ترڅو ياد قانون د وروستۍ پرېکړې لپاره د رياست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.
ياد قانون د لوړ رتبه مقاماتو د شتمنيو ثبت او له خپل وظيفوي صلاحيت نه د مقاماتو او امارتي کارکوونکو د سوء استفادې مخنيوي په اړه ترتيب شوی دی.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د کمېټې غړي دې، په دقيق ډول په ياد قانون بيا کتنه وکړي او خپل نظريات دې راتلونکې غونډې ته د وروستي تصميم لپاره وړاندې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.