د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د جوزجان ولايت د اقچې پنځه ګونو ولسواليو لپاره د 55 قلمه برېښنايي وسايلو د تدارکاتو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1402/G-035/NCB/REBID
بانکي تضمين: 3,000,000 (درې میلیونه افغانۍ)
د افرګشايي ناسته: د 1402 کال د مرغومي(24) له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکې شمېره:0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.