د تصمیم ګیرۍ د عالي بورډ د غړو غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د تصمیم ګیرۍ د عالي بورډ د غړو غونډه جوړه شوه، چې پکې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد وزارتونو او د شتمنیو د ثبت او څېړلو ادارې راپورونه او وړاندیزونه او د کابل د چهار آسیاب ولسوالۍ د للندر د اوبو بند(شاه توت) د تصفیې په اړه د عالي مقام د احکامو د تطبیق څرنګوالی وڅېړل شو.

 په دې غونډه کې لاندې پریکړې ترسره شوې:

. د صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو له لورې د اصنافو او کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د هدفمندو طرحو ارزونه؛

 . د شتمنیو د ثبت او څېړلو د اشاعې قانون د رعایت په اړه د شتمنیو د ثبت او څېړلو ادارې د طرزالعمل مطالعه؛

 . په ګمرکونو کې د ظبظ شویو زرهي او تېز رفتاره موټرو د اغېزناکې استفادې لپاره د اړوندو ادارو موظفول او د دولتي ادارو د وسایطو لیست برابرول؛

. د چارو ادارې د اسنادو د بریښنایي کیدو د نوي سیستم د عملي کولو د پلان تصویب؛

. د وزیرمحمد اکبرخان د ۶،۸، ۸ قصرونو قضیو ته د رسیدګۍ لپاره د دولت د قضایاوو د ریاست، د جمهوري ریاست د ملي انکشاف د عملیاتي او حمایوي واحد او لوی څارنوالۍ موظفول؛

 . د کابل ولایت د للندر د اوبو بند( شاه توت) د تصفیه شویو ځمکو د استملاک بهیر د چټکتیا په موخه د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت موظفول.