د معلوماتو ملي مرکز اړوند د امنيتي تجهيزاتو او اپګرېډ د افرګشايي غونډه ترسره شوه
د معلوماتو ملي مرکز اړوند د امنيتي تجهيزاتو او اپګرېډ د افرګشايي غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس حافظ نخبت الله زاهد، د معلوماتو ملي مرکز اړوند د امنيتي تجهيزاتو او اپګريډ د افرګشايي په غونډه کې چې ګڼ شمېر داوطلبانو په کې ګډون کړی و؛ وويل چې شرکتونه بايد په پروژو کې د اصولو او مقرراتو له مخې د اجناسو کيفيت او انصاف په پام کې ونیسي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د افرګشايي دا غونډه چې نن شنبه( جمادی الاولی ۲۵ مه/ ليندۍ ۱۸ مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې ګڼ شمېر داوطلبانو ګډون کړی و.
د افرګشايي په دې غونډه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس د داوطلبو شرکتونو د ګډون او لېوالتيا مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ملي تدارکاتو رياست د افرګشايي غونډې په شفاف ډول ترسره کیږي او اړتيا ده چې داوطلب شرکتونه هم خپلې چارې په صداقت او د اسلامي اصولو سره سم سرته ورسوي.
په دې غونډه کې ښاغلي زاهد له اسلامي امارت سره د خصوصي سکتور همکاري اړينه وبلله او زياته يې کړه چې د پروژو د سرته رسولو پر مهال کيفيت په پام کې ونيسي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.