د چارو ادارې لوی رئيس د ارګ له ارشيف څخه ليدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رئيس د ارګ له ارشيف څخه ليدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ارګ له ارشيف څخه ليدنه وکړه.

د چارو ادارې لوی رئيس د ارګ ارشيف له ټولو برخو څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه چې د سندونو او اړيکو رئيس مولوي محمد نعيم حمزه او د ياد ارشيف آمر مولوي نعمت الله جمال او مسؤلينو هم ګډون درلود، د ليدلو پر مهال اړونده مسؤلينو د بېلابېلو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل.

شیخ الحديث مولوي نورالحق انور د مسؤلينو نظرياتو، وړانديزونو او د ارګ د ارشيف کارکوونکو طرحو د اورېدلو لپاره له هغوی سره د ارګ ارشیف د غونډو په تالار کې وليدل.

په دې ليدنه کې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د تاريخي او فرهنګي اسنادو او مدارکو د ساتنې د ارزښت او اهميت په اړه وينا وکړه او زیاته يې کړه چې اسلامي امارت د چارو د ښه ترسره کېدو او خپلو اهدافو ته د رسېدو په موخه مهمو فعاليتونو سرته رسولو ته لومړيتوب ورکوي.

همدا راز د چارو ادارې د سندونو او اړيکو رئيس مولوي محمد نعيم حمزه د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو اړوند خپل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د ارګ ارشيف د غني کولو لپاره یو لړ طرحې په لاس کې لري چې هغه به د چارو ادارې له رهبرۍ سره شريکي کړي.

په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د ارګ ارشیف د مسؤلینو د نظریاتو له اورېدو وروسته د يادو طرحو او پروګرامونو په اړه له خپل لوري د هر اړخیزه ملاتړ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د اسلامي امارت د اهدافو د تحقق او د ارګ ارشیف د ستونزو د حل په موخه دې خپل وړاندیزونه د حل په موخه له مقام سره شريک کړي.