د جمهور رئیس د حکم پر بنسټ، د شتمنیو د بررسۍ په اړه د اطلاعاتو د تبادلې شبکه جوړه شوه
د جمهور رئیس د حکم پر بنسټ، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې د اطلاعاتو د تبادلې شبکه د شپاړسو وزارتونو او دولتي ادارو په ګډون جوړه او د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې د مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ یې لومړنۍ غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې، په دې اړه د جمهور رئیس حکم ولوستل شو، چې له مخې یې د شبکې غړي وزارتونه او دولتي ادارې د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې ته د ثبت شویو چارواکو او لوړ رتبه کارکوونکو په اړه د غوښتل شویو معلوماتو په ورکړې او د شبکې په میاشتنیو غونډو کې په ګډون مکلف شوي.
د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټرمحمد رفیع پوپل وویل: سږ کال له هدف شویو۲۲ نیم زرو چارواکو او لوړ رتبه کارکوونکو څخه د ۱۸ نیم زرو شتمنۍ ثبت شوي دي. او د تېرکال په لوړ توپير، چې د ۱۳۰تنو ثبت شوې شتمنۍ پلټل شوې وې، د دوه زرو تنو ثبت شوې شتمنۍ پلټل شوې دي.
په پام کې ده، چې د شتمنیو د ثبت او پلټلو بهیر د لا پياوړتیا لپاره معلوماتو ترلاسه کولو وړیا ټلیفوني شمېره، په ولایتونو کې د ځوانانو رضاکاره شبکه او هم د مدني ټولنو همکاري فعاله شي.